د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پاکستان په تېرو درېيو ورځو کې پر کونړ څه باندې ١٠٠٠ توغندي توغولي

پاکستان په تېرو درېيو ورځو کې پر کونړ څه باندې ١٠٠٠ توغندي توغولي

Nov 15, 2017 - 11:08

اسعداباد (پژواک، ٢٤ لړم ٩٦): چارواکي وايي چې پاکستاني ځواکونو په تېرو درېيو ورځو کې پر کونړ ولايت څه باندې زر  توغندي توغولي دي.

د کونړ امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت د لړم په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا توغندي له تېرو درېيو ورځو راهيسې پيل شوي او اوس هم دوام لري.

هغه زياته کړه چې په لومړۍ ورځ ١٨٢، په دويمه ورځ ٣٤٢ او په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٤٩٦ نور توغندي د پاکستاني ځواکونو له خوا توغول شوي دي.

د همت په وينا، دا توغندي پر دانګام، شلطن، خاص کونړ، سرکاڼو، اسمار او مرورې ولسواليو توغول شوي دي.

امنيه قوماندان وايي چې په دغو بريدونو کې تر اوسه درې ملکي وګړي ټپيان شوي، درې کورونه ړنګ شوي او له يادو ولسواليو څخه نږدې ٢٥٠ کورنۍ بېځايه شوې دي.

نوموړي وويل چې ډېرى توغندي پر شلطن ولسوالۍ توغول شوي او ډېرى کورنۍ هم له دې ولسوالۍ څخه کډه شوې دي.

د ولايت د مرکز  اسعداباد ښار يوه اوسېدونکي سميع الله پژواک ته وويل چې ټوله شپه پر نږدې ولسواليو توغندي توغول کېدل او غږونه يې تر  ښاره پورې رسېدل.

د هغه په وينا، له شلطن ولسوالۍ څخه کډوال شوي خلک د اسعداباد په بېلا بېلو سيمو کې مېشت شوي او له سخت خراب حالت سره مخ دي.

د يادونې ده، له تېرو څو کلونو راهيسې په پرله پسې توګه پاکستاني ځواکونه پر کونړ ولايت توغندويي بريدونه کوي چې له امله يې تر اوسه لسګونو هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې او خلکو ته درانه مالي زيانونه هم اوښتي دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement