د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

هلمند کې د مدني ټولنو غړو د پاکستان د راکټي بریدونو د مخنيوي غوښتنه وکړه

هلمند کې د مدني ټولنو غړو د پاکستان د راکټي بریدونو د مخنيوي غوښتنه وکړه

Nov 16, 2017 - 15:13

لښکرګاه (پژواک، ٢٥ لړم ٩٦): هلمند کې د مدني ټولنې غړو د پاکستان له لوري پر کونړ ولايت راکټي بريدونه وغندل او د مخنيوي غوښتنه يې وکړه.

د اړوندې موضوع په اړه دغه غونډه د لړم په ٢٥مه په مرکز لښکرګاه کې جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د هلمند د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر مرستيال نظرمحمد رودي وويل چې په دې وروستيو کې د پاکستان له لوري پر کونړ د راکټي بريدونو شمېر لوړ شوی دی.

هغه وايي چې حکومت بايد د پاکستان د دې ډول کړنو پر وړاندې نور چوپه خوله پاتې نه شي.

دغه راز په دې غونډه کې د ولس مدني ټولنې مسوول عبدالحق ځواکمن وويل چې پاکستان د راکټي بريدونو تر څنګ په دې وروستيو کې ډيورنډ کرښې ته څېرمه د اغزن تار غځول هم پيل کړي دي.

هغه وايي: ((خلک اماده دي چې د پاکستان د دغه ډول مداخلو پر وړاندې له حکومت سره يو ځاى وسله واخلي او له خپل هېواده دفاع وکړي.))

په دې غونډه کې يو شمېر نورو کسانو ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې سلګونه ځوانان چمتو شوي چې د پاکستان پر وړاندې له خپلې خاورې دفاع وکړي.

د يادونې ده، له تېرو څو کلونو راهيسې پاکستان په وقفه يي ډول پر کونړ ولايت راکټي بريدونه کوي چې له امله يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او سلګونه کورنۍ کډوالۍ ته اړې شوې دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement