د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کونړ د استيناف څارنوالۍ اجرائيه مدير وژل شوی

د کونړ د استيناف څارنوالۍ اجرائيه مدير وژل شوی

Nov 18, 2017 - 10:59

اسعداباد (پژواک، ٢٧ لړم ٩٦): د کونړ د استيناف څارنوالۍ اجرائيه مدير نن سهار د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوی دی.

د کونړ د امنيې قوماندانۍ وياند فرید دهقان د لړم په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار د څوکۍ ولسوالۍ د ديوه ګل په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې د استيناف څارنوالۍ اجرائيه مدير ګل شېرين له خپل کوره دندې ته روان و چې  د داعش وسله والو له خوا لومړى وتښتول شو او بيا یې وروسته وواژه.

دهقان وويل چې د نیول شوي دولتي مامور د ژغورنې په موخه خلک سيمې ته ورغلي وو، خو داعش وسله والو د هغوی هم يو کس وژلى دى.

د کونړ د استيناف څارنوالۍ ريیس عبدالاحد حیدري هم مني چې اجرائیه مدیر ګل شېرین نن سهار وژل وژل شوى دى.

داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement