د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

جنرال سنګين: د داعش فعالیت د ننګرهار تر څلورو ولسواليو محدود شوى

جنرال سنګين: د داعش فعالیت د ننګرهار تر څلورو ولسواليو محدود شوى

Nov 19, 2017 - 16:49

جلال اباد (پژواک، ۲۸ لړم ۹۶): په ننګرهار کې د سېلاب قول اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال محمد نسيم سنګين وايي چې د دغه ولايت په څلورو ولسواليو کې د داعش ضد عمليات روان دي.

هغه د لړم په ۲۸مه په جلال اباد ښار کې د يو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وويل چې داعش ډله په ننګرهار کې تر ډېره ځپل شوې او د افغان ځواکونو د عملياتو په پايله کې يې اوس فعاليتونه يوازې د دغه ولايت د څلورو ولسواليو تر ډېرو لږو ساحو محدود شوي دي.

د سنګين په وينا، ګډ افغان امنيتي ځواکونه د اچين ولسوالۍ په مامندرې، د هسکې مېنې ولسوالۍ په اوغز او ګورګورۍ، د پچيراګام ولسوالۍ د توربوړې اړوند په سليمانخېلو او د خوږياڼو ولسوالۍ د وزيرو تنګي ساحو کې د داعش پر ضد پر جګړه بوخت دي.

نوموړي زياته کړه، داعش ډلې په شينوارو کې تر ماتې خوړلو وروسته د پچيراګام تورې بوړې ته مخه کړه؛ خو هلته له ماتې سره تر مخ کېدو وروسته يې د خوږياڼو ولسوالۍ د وزيرو تنګی په نښه کړ.

د لوا قوماندان وايي، د داعش دغه پلان پلي کېدو ته پرې نه ښودل شو او د ګډو افغان ځواکونو د مقاومت او عملياتو په نتيجه کې له ماتې سره مخ شو.

جنرال سنګين وويل چې په ننګرهار کې د داعش پر ضد د ځمکنيو عملياتو تر څنګ د ګډو افغان او بهرنيو ځواکونو توپچي او هوايي بريدونه هم دوام لري.

دی وايي: ((افغان او بهرني ځواکونه څلرويشت ساعته د ننګرهار په بېلابېلو ساحو کې د وسله والو مخالفينو پر ضد هوايي او توپچي بريدونه ترسره کوي، ګڼو وسله والو ته په کې مرګ ژوبله هم اوړي، چې وخت ناوخت يې موږ معلومات له رسنيو سره شريکوو.))

نوموړي زياته کړه، د افغان او بهرنيو ځواکونو دغه ګډ ځمکني او هوايي بريدونه د دې لامل شوي چې داعش ماتې وخوري خو اوس يوازې د ولسواليو په ځينو محدودو ساحو کې فعاليت لري.

که څه هم داعش په افغانستان کې د خپل حضور لومړنی مرکز ننګرهار ټاکلی و، خو د چارواکو په وينا په دغه ولايت کې يې تر ماتې خوړلو وروسته اوس نورو ولايتونو ته هم مخه کړې ده.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement