د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د جلال اباد ځانمرګي بريد کې ٣٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د جلال اباد ځانمرګي بريد کې ٣٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Nov 23, 2017 - 15:12

جلال اباد (پژواک، ٢ ليندۍ ٩٦): د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د ځانمرګي بريد له امله ١٠ کسان وژل شوي او ٢٠ نور ټپيان دي.

دغه ځانمرګى بريد نن (د ليندۍ ٢مه) له غرمې وروسته شاوخوا څه کم درې بجې د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د کمپونو په سيمه کې د کوز کونړ ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو د يوه پخواني قوماندان شيخ اکرم د کور مخې ته شوى دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې پېښه کې لس ملکي وګړي وژل شوي او ٢٠ نور ټپيان دي.

د  عامې روغتيا رييس ډاکتر نجيب الله کامه وال پژواک ته وويل چې دوى ته اته مړي او ١٧ ټپيان ور وړل شوي دي.

د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر عبدالجميل تتمدره يي د پېښې په ځاى کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې ځانمرګى بريدګر پلى و او د کوز کونړ ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو د يوه پخواني قوماندان شيخ اکرم کور مخې ته د هغه د پلويانو په منځ کې یې ځان ته چاودنه ورکړې ده.

هغه زياته کړه چې د کوز کونړ يا ښېوې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي نن سهار په جلال اباد ښار کې د شيخ اکرم په ملاتړ لاريون کړى و.

د نوموړي په وينا، دغه کسان تر لاريون وروسته د شيخ اکرم کور مخې ته راټول شوي وو چې ځانمرګى بريد پرې وشو.

د امنيت امر هم ياده مرګ ژوبله تاييد کړه او ويې ويل چې ټپيان د عامې روغتيا روغتون ته لېږدول شوي دي.

د دغه بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى. 

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هېواد په بېلابېلو برخو کې ترهګرو ته درانده زیانونه اړولي دي، چې دوی د خپلې ماتې د پټولو لپاره په دغه ډول جنایتونو لاس پورې کوي.

سرچينې زياته کړې، چې ولسمشر دغه وحشيانه عمل په کلکو ټکو غندي او اړوندو مسوولینو ته لارښوونه کوي چې د پېښې د ټپیانو په درملنه کې له ټولو امکاناتو کار واخلي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement