د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کابل ښار کې د لرګيو او سرو زرو بيې لوړې شوې دي

په کابل ښار کې د لرګيو او سرو زرو بيې لوړې شوې دي

Nov 25, 2017 - 17:18

کابل (پژواک، ۴ لیندۍ ٩٦): کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د لرګيو او سرو زرو بيې لوړې شوې، خو د نورو لومړنيو توکو بيې پر خپل حال پاتې دي.

د شهيد څلورلارې يوه لرګي پلورونکي سيد احمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د تېرې شنبې په څېر د يو خروار بې پوسته بلوط لرګيو بيه له ٧١٠٠ افغانيو څخه ٧٢٠٠ افغانيو ته لوړه شوې او  او د يو خروار ارچې بيه له ٦٨٠٠ څخه ٧٠٠٠ افغانو ته لوړه شوې ده.

هغه وويل چې د هوا په سړېدو سره د لرګيو پلور زيات شوى او بيه يې لوړه شوې ده.

خو د اوبلن ګاز او تېلو بيې له کوم بدلون پرته پر خپل حال پاتې دي.

د کابل ښار د وزير اباد د تېلو ټانک يوه کارکوونکي عبدالهادي پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د تېرې شنبې په څېرد يوه لېتر ډېزل تېلو بيه ٤٨ افغانۍ او د يو لېتر تېلو بيه ٤٦ افغانۍ ده.

دغه راز د کابل ښار د کلوله پشتې بازار يوه ګاز پلورونکي شريف احمد وويل چې نن د تېرې شنبې په څېر د يوه کيلوګرام اوبلن ګاز بيه ٦٠ افغانۍ ده.

خو د سرو زرو بيه لوړه شوې ده.

د کابل ښار په تيمورشاهي واټ د زرګرحاجي فواد احمد صالحزاده په وينا، نن د تېرې شنبې په نسبت د ٧٩٠ عيار يوه ګرام عربي سرو زرو بيه له ٢٣٠٠ څخه ۲۳۵۰ افغانۍ او د ٥٨٥ عيار يوه ګرام روسي سرو زرو بيه له ١٨٥٠ نه ١٩٠٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.

د خوراکي توکو بيې له کوم بدلون پر خپل ځاى پاتې دي.

دغه راز د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو ټولنې مشر فضل الرحمن وويل چې نن د تېرې شنبې په څېر د ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بورې پلور بيه ١٨٥٠افغانۍ، د ٢٤ کيلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ سېله وريژو بيه ١٨٥٠ افغانۍ ده. د پنځوس کيلوګرامه قزاقي اوړو عمده پلور بيه له ١٢٠٠افغانۍ او  د ١٦ لېتره خورشيد غوړيو عمده پلور بيه ١٠٧٠ افغانۍ ده.

دغه راز د کابل په منډوي کې يوه چاى پلورونکي نوراحمد خيرخواه وويل چې نن د تېرې شنبې په څېر د يوه کيلوګرام شين اندونيزيايي چاى بيه ٢٨٠ افغانۍ  او د يوه کيلوګرام تور افريقايي چاى بيه ٣٠٠ افغانۍ ده.

د يو شمېر خوراکي توکو پرچون پلوربيې له عمده پلور بيو سره په ځينو مواردو کې ډېر او په ځينو مواردو کې کم توپير لري.

د کابل ښار په دهن باغ سيمه کې د خوراکي توکو پلورونکي احمدولي پنجشېري وويل چې نن د ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بوره په ٢٠٠٠ افغانۍ، ١٦ لېتره خورشيد غوړي په ١٢٠٠ افغانۍ، پنځوس کيلوګرامه قزاقي اوړه په ١٣٠٠ افغانۍ، ٢٤ کيلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ وريجې په ٢١٠٠ افغانۍ، يو کيلوګرام شين اندونيزيايي چاى په ٣٠٠ افغانۍ او يو کيلوګرام تور افريقايي چاى په ٣٥٠ افغانۍ پلوري.

د کابل ښار په شهزاده سراى کې د صداقت صرافۍ د معلوماتو پر بنسټ، نن د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٨٥،٧٠ افغانۍ او د زرو کلدارو ارزښت ٦٣٦ افغانۍ دى.

د لړم مياشتې په ٢٠مه نېټه  يو امريکايي ډالر په  ٦٨،٧٠ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ٦٣٧ افغانۍ تبادله کېدې.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement