د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پر شرایطو برابر رایې ورکوونکو ته ورقي تذکرې وېشل کېږي

پر شرایطو برابر رایې ورکوونکو ته ورقي تذکرې وېشل کېږي

Nov 26, 2017 - 16:16

کابل (پژواک، ٥ ليندۍ ٩٦): د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د نفوسو د احوال د ثبت مرکزي ادارې تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.

د دغه تړون پر بنسټ د نفوسو د احوالو د ثبت مرکزي اداره مکلفه ده چې د هېواد ټولو وګړو ته چې د رايې اچونې په شرایطو پوره دي، د تابعیت تذکرې ووېشي.

د ياد کمېسيون له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رايې ورکوونکو نوم لیکنه او د فهرست چمتو کول د تابعیت تذکرې پر مټ ترسره کوي.

په دې اړه غونډه چې د کمېسیون د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د نوموړې ادارې مشرتابه غړو په کې ګډون کړی و.

پر دغه سند د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري عملیاتي مرستیالې او چارسمبالې وسیمې بادغیسۍ او د نفوسو د احوال د ثبت ادارې لوی رييس همایون محتاط لاسلیک وکړ.

له دغه لاسليک څخه موخه د ساده پاڼې تذکرې په وېشلو کې د دغه بهیر په عامه پوهاوي او د پاڼې تذکرې پر مټ د ريې ورکوونکو د نوملړ په چمتو کولو کې د هوکړې د دواړو لورو رول دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ټاکنو قانون د اتمې مادې پر بنسټ، کمېسیون مکلفیت لري څو د رايې اچونې د مرکزونو په بېلولو سره، د رايې ورکوونکو نوملړ او فهرست چمتو شي او د یاد قانون د ۳۷مې مادې له مخې، د رايې اچونې په ورځ د عمر اتلس کاله پوره کول، د افغانستان تابعیت لرل او د ريې ورکوونکو په نوملړ کې ځان ثبتول، د رایې اچونې له شرایطو بللي دي.

سرچينې ويلي: ((باید په پام کې ولرو، د تابعیت تذکره هغه سند دی چې له مخې یې د وګړو هويت او عمر ټاکل کېږي. کمېسیون د خپلو لوستنو او څېړنو په پایله کې پرېکړه وکړه څو د ټاکنو له ترسره کېدو مخکې، په شرایطو پوره رايې ورکوونکو نوملړ د دغه سند او د دغه قانون د ۷۲مې مادې پر بنسټ جوړ او د رایې اچونې په مرکزونو کې د خلکو لپاره ځوړند کړي.))

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنو قانون د نهمې مادې پر بنسټ ګڼ هوکړه لیکونه له بنسټونو او ادارو سره لاسلیک کوي چې موخه ترې عادلانه، رڼې او پر وخت ټاکنې دي.

د دې تر څنګ، څرنګه چې دا یو ملي بهیر دی، نو کمېسیون د قانوني مرستو هیله من دی څو دغه بهیر د خلکو، مدني ټولنو او حکومت په مرسته بریالی کړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement