د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په غور کې يو تن د وسلوال قوماندان په امر ووژل شو

په غور کې يو تن د وسلوال قوماندان په امر ووژل شو

Oct 01, 2011 - 19:29

د غور ولايت د شهرک ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ يوه چارواکي، چې د نوم له اخيستو څخه يې ډډه کوله، نن (د تلې ٩مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په شهرک ولسوالۍ کې نامسوول وسلوال قوماندان ملا مصطفى، د دې ولسوالۍ يو اوسېدونکى نوروز د دې ولسوالۍ د بل اوسېدونکي جمعه ګل د قتل په تور او د هغه له مېرمنې سره د نامشروع اړيکو د درلودو په تور څو ورځې وړاندې په ډزو ووېشت.

سرچينې زياته کړه، چې د جمعه ګل له وژنې څخه وروسته د هغه خپلوان، ملا مصطفى ته ورغلل او د غچ اخيستلو غوښتنه يې وکړه.

نوموړي وويل، چې د رارسېدلو راپورنو له مخې، ويل کېږي چې د څېړنو په جريان کې تورن په خپل جرم اعتراف کړى او د جمعه ګل ښځې ويلي دي، چې نوروز له هغې څخه د اړيکو د دوام غوښتنه کړې وه؛ خو هغې ورته ويلي و، چې خاوند لري او د خاوند په شتون کې نه شي کولى دا کار وکړي.

د سرچينې د معلوماتوله مخې، له دې وروسته ملا مصطفى حکم کړى، چې نوروز دې په عام محضر کې د جمعه ګل د پلار له خوا د کلاشنيکوف په ډزو وويشتل شي.

نوموړي وويل، په دې اړه چې د وژل شوي کس مېرمنې ته جزا ورکړل شوې که نه؟ معلومات ورنه کړل.

د غور د ولايتي شورا مرستيال او د دې ولايت د شهرک ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالقدير رسولي پژواک ته وويل، چې قاتل او مقتتول د شهرک ولسوالۍ د شيرژه کلي اوسېدونکي وو.

هغه وويل، چې نوروز د جمعه ګل له ښځې سره نامشروع اړيکې درلودې او له دې کبله يې مېړه وژلى و.

رسولي زياته کړه، چې د مقتول کورنۍ ملا مصطفى ته عارضه شوې وه.

هغه ويډيويي کسټه، چې پژواک خبري اژانس ته په لاس ورغلې، ښيي، يو تن چې څادر يې اغوستى دى، له دوه رکعته لمانځه څخه وروسته په ډزو وېشتل کېږي.

په دې ويډيويي کسټه کې د ماشومانو په ګډون لسګونه خلک هم، چې د دې کس د اعدامولو نندارې ته، چې شاوخوا يې وسلوالو کسانو امنيت ساته، راغلي وو، تر سترګو کېږي.

د غور د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرشيد بشير پژواک ته وويل، چې ملا مصطفى په شهرک ولسوالۍ کې د نامسوولو وسلوالو قوماندانانو له ډلې څخه دى او کابو ٤٠٠ وسلوالو کسان لري.

نوموړي زياته کړه، چې ملا مصطفى څارنوالۍ او محکمه لري او څوک يې چې زړه وي، محکمه او مجازات کولى شي.

سمونوال بشير وويل، چې شاوخوا يوه نيمه مياشت وړاندې درې ښځې، چې دى يې د جرمونو په هکله معلومات نه لري، د ملا مصطفى له لوري په مجازاتو محکومې شوې او د نوموړي د کسانو له لوري پر لاسونو ووېشتل شوې او تر دې وړاندې (په ١٣٨٤ کال کې) د شهرک ولسوالۍ څارنوال او لس پوليس هم د دې قوماندان له لوري ووژل شول.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement