د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

جنرال جېمز هيګنز : د ډاډمن امنيت په موخه سيمه ييزه اداره او پوليس ځواکمنوي

جنرال جېمز هيګنز : د ډاډمن امنيت په موخه سيمه ييزه اداره او پوليس ځواکمنوي

Oct 01, 2011 - 20:19

 جنرال جېمز هيګنز دا څرګندونې په کندهار هوايي ډګر کې نن د تلې په ٩مه، د ايساف له پخواني قومندان جنرال جېمز ټېري څخه د واک سپارلو په مراسمو کې وکړې.

 په سوېل کې د ايساف د ګډې قوماندانۍ قومانده له تورنجنرال جېمز ټېري څخه تورنجنرال جېمز هګنز ته وسپارل شوه، چې په دې مراسمو کې د بهرنيو تر څنګ د دې حوزې د څلورو ولايتونو نظامي او ملکي مسوولينو هم برخه اخيستې وه.

 د سوېل لپاره د ايساف نوي ټاکل شوي قوماندان تورنجنرال جېمز هګنز دغو مراسمو ته د وينا پر مهال وويل، چې په سيمه کې به د ډاډمن امنيت په موخه د سيمه ييزې دولتې ادارې او سيمه ييزو پوليسو ښې روزنې او تجهيز ته زياته پاملرنه وکړي.

 هغه زياته کړه، له افغان ځواکونو سره په چارو کې همغږي او د سيمې د امنيت ښه کول يې له لومړيتوبونو څخه دي.

 د نوموړي په وينا، د حکومتدارۍ، له افغان ځواکونو سره د همغږۍ، امنيت او نورو برخو کې د ايساف د مخکني قوماندان جنرال جېمز ټېري تګلاره بريالۍ وه او د هغه په څېر به يې مخ ته وړي.

 هګنز د سولې روانې پروسې ته هم اشاره وکړه او ويې ويل، چې د افغان حکومت وسله وال مخالفين لا هم وخت لري، چې سوله وکړي او عادي ژوند ته مخه کړي.

 د سوېل لپاره د ايساف پخواني قوماندان جنرال جېمز ټېري د خپلې يوې کلنې کاري دورې په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، چې په دې موده کې ١٠٥ تنه بهرني او ٢٨٤ تنه افغان سرتېري د وسله والو مخالفينو په بمي چاودنو، مخامخ جګړو او نورو امنيتي پېښو کې وژل شوي دي.

 خو ده وويل، چې د دندې پر مهال يې افغان ځواکونه تجهيز او روزل شوي او د دولت وسله وال مخالفين ځپل شوي دي.

 هغه دغه راز زياته کړه، چې د تېر په پرتله په ملکي برخه کې هم پرمختګ شوى او د کروندګرو محصولاتو ته نړيوال بازار پيدا شوى دى.

 د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا له خبريالانو سره په خبرو کې د ايساف د پخواني قوماندان هڅې وستايلې او ويې ويل، چې د هغه د ماموريت پر مهال په سيمه کې د امنيت تر څنګ د ښې حکومتدارۍ او پرمختيا په برخه کې ډېر کارونه وشول.

 هغه زياته کړه، د جنرال ټېرې د ماموريت په دوره کې د کندهار په يو شمېر ولسواليو کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې عمليات وشول او له افغان ځواکونو سره يې پوره همغږي لرله.

 له کندهار ولايت مقام څخه په دې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د تورنجنرال جېمز ټېري د ماموريت پر مهال په کندهار کې د قرار دادونو لړۍ له ايساف څخه افغان لورې ته ولېږدېده او په خپلو قرار دادونو کې يې افغان دولتي مامورين شامل کړل، چې دا يې يو مهم اقدام و.

 جنرال جېمز ټېري پوره يو کال وړاندې په ډېرو حساسو امنيتي حالاتو کې، د همکارۍ د عملياتو د لومړي پړاو تر بشپړېدو وروسته له درې ستوريزه بريتانوي جنرال نېک کارټر څخه د سوېل لپاره د ايساف قومانده تر لاسه کړه.

 د سوېل لپاره د ايساف اوسنى ټاکل شوى قومندان تورنجنرال جېمز هګنز او پخوانى هغه تورنجنرال جېمز ټېري دواړه امريکايان دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement