د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د جامدو کانونو د امريت د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د جامدو کانونو د امريت د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

Oct 01, 2011 - 18:53

 دا ودانۍ د کندهار ښار ختيځ پلو عينو مېنې ته څېرمه په دوه زره متره مربع ځمکه کې جوړېږي.

 پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د دې مراسمو پر مهال خبريالانو ته وويل، چې په کندهار کې ډېرې ادارې د کار لپاره وړ دفترونه نه لري.

 هغه زياته کړه، په همدې بنسټ په دې ولايت کې د يو شمېر ادارو لکه کرنې، اداري اصلاحاتو، اوبو رسونې، چاپېريال ساتنې او معدن رياست لپاره ځمکې په نښه شوي، چې ډېر ژر به پرې د ودانيو د جوړولو کار پيل شي.

 د نوموړي په وينا، د جامدو کانونو د امريت لپاره ودانۍ، چې د جوړولو کار يې نن پيل شو، په دوه پوړه کې جوړېږي چې ١٤ کاري خونې او يو مېلمستون لري.

 ده وويل، د ودانۍ ټول کار به د ١١ ميليونو افغانيو په لګښت د شپږو مياشتو په موده کې بشپړ شي، چې د کانونو او صنايعو وزارت له پرمختيايي بوديجې څخه ورکول کېږي.

 د کندهار ولايت د کانونو او صنايعو رييس انجنير عبدالقدوس د يادې شوې ودانۍ جوړېدل لوى پرمختګ وګاڼه او ويې ويل، چې په دې اقدام سره به د هغوى په کارونو کې ښه والى راشي.

 هغه زياته کړه، له ډېرې مودې راهيسې درې مهمې پروژې په پلان کې دي، لکه د مرمرو د معدن پروژه، د فلورايډو د معدن پروژه او د ډبرو د سکرو پروژه، چې د دې ودانۍ له جوړېدو سره به يې کار جوخت پيل شي.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement