د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کندهار کې له بشري حقونو د سرغړونې پېښې زياتې شوې دي

په کندهار کې له بشري حقونو د سرغړونې پېښې زياتې شوې دي

Oct 11, 2011 - 19:41

کندهار ښار (پژواک ١٩ تله ٩٠): په کندهار ولايت کې له بشري حقونو څخه د سرغړونې پېښې زياتې شوې، چې ډېره برخه يې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى جوړوي.

 دا څرګندونې د بشر د حقونو د خپلواک کمېسيون مشر انجنير عبدالقادر نورزي د تلې په ١٩مه، په هغې غونډه کې خبريالانو ته وکړې، چې د ياد شوي دفتر په تالار کې جوړه شوې وه.

 انجنير عبدالقادر نورزي وويل، چې په سوېلي حوزه کې تر ټولو لويه ستونزه ناامني او د جګړې دوام دى، چې له مخې يې د ژوند په ټولو اړخونو کې د خلکو بشري او انساني حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

 هغه زياته کړه: ((د روان حالت له امله بې ګناه ملکي وګړي، مېرمنې، ماشومان، سپين ږيري او ځوانان خپل ژوند له لاسه ورکوي، ښوونځي تړل کېږي، عامه تاسيسات ورانېږي او د خلکو د بېوزلۍ کچه لوړېږي.))

 د نوموړي په وينا، د روان لمريز کال په لومړيو درېو مېاشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٤٠ پېښې ثبت شوې دي؛ خو په وروستيو درېو مياشتو کې دا کچه ٤٦ ته پورته شوې ده.

 دى وايي، له دې جملې څخه د کال په لومړيو درېو مياشتو کې د مېرمنو د ځان سوځونې پېښې ١٠ وې؛ خو د همدې کال په وروستيو تېرو درېو مېاشتو کې د مېرمنو د ځان سوځونې پېښې ١٤ ته پورته شوې دي.

 د ده په وينا، له يادو ١٤ ښځو څخه ٧ يې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

 نورزي زياته کړه، چې په لومړۍ ربعه کې د ښځو د وژلو دوه پېښې او په دويمه ربعه کې ٥ پېښې ثبت شوې، چې له دې جملې څخه ٣ پېښې د ترور دي.

 هغه زياته کړه، چې په لومړۍ ربعه کې ١٢ ښځينه او ١١ ماشومان توقيف او زنداني شوي او په دويمه ربعه کې دا شمېره ١٧ ښځو او ٢٠ ماشومانو ته لوړه شوې ده.

 د ده په خبره، د روان کال په لومړيو درېو مياشتو کې د اجباري ودونو ٣ او د کال په دويمه ربعه کې ٦ پېښې ثبت شوې، د مېرمنو د وهلو ټکولو پېښې مخکې ٧ او اوس ٣٤ ته پورته شوې او له کور څخه د مېرمنو د تېښتې پېښې مخکې ٤ او اوس ٥ ته پورته ختلې دي.

 خو هغه وويل، چې د کال په لومړيو درېو مياشتو کې د مېرمنو د ځان وژنې پېښې ٣٤ او په تېرو وروستيو درېو مياشتو کې دا پېښې ٢٨ ته راټيټې شوې دي.

  دغه راز د بشر د حقونو د خپلواک کمېسيون مسوول د سپکو وسلو په ډزو، بمباريو او د سړک غاړې د ماينونو له امله د مېرمنو د مرګ ژوبلې د کچې د ټيټېدا خبر ورکړ او ويې ويل، چې د روان کال په لومړيو کې د دغه راز پېښو له امله ٣٥ مېرمنو او په وروستيو درېو مياشتو کې ١٤ تنو مېرمنو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

 عبدالقادر نورزي په سوېل کې د بشر د حقونو د دفتر پر وړاندې د پرتو ستونز يادونه هم وکړه او ويې ويل، چې د روانو ناامنيو او جګړو له امله نه دي توانېدلي، چې په ليرې پرتو سيمو او ولسواليو کې د بشري حقونو له وضعيت څخه څارنه وکړي.

 هغه وويل: ((په دولتي ادارو کې د مسلکي کسانو کمى، د فساد شتون هم يوه لويه ستونزه ده، چې له يوې خوا د خلکو د بشري حقونو د نقض او له بله پلوه د ولس او دولت ترمنځ د واټن او باور د له منځه تلو لامل کېږي.))

 د نوموړي په وينا، په دولتي ادارو، په ځانګړې توګه عدلي، قضايي او امنيتي ارګانونو کې د زورواکانو د نفوذ له امله، ډېر کسان په زندانونو او نظارت خونو کې بې برخليکه پراته دي او د قضيو هوارى يې له ځنډ او خنډ سره مخ کړى دى.

 نورزي زياته کړه: ((د بشر د حقونو د سيمه ييز دفتر يوه بله لويه ستونزه په سوېلي حوزه کې د بهرنيو ځواکونو توقيف ځايونو ته نه لاسرسى دى، چې يو شمېر افغانان د ناسمو معلوماتو پر بنسټ نيول شوي او په مياشتو او کلونو بې برخليکه په همدې توقيف خونو کې تېروي.))

 نوموړي، د بهرنيو ځواکونو له خوا د خپلسرو عملياتو او چاپو يادونه هم وکړه، چې له امله يې د خلکو کورونه په ناقانونه توګه تالاشي کېږي او دا چاره د خلکو د ځورونې او د هغوى له انساني حقونو څخه سرغړاوى ګڼل کېږي.

 هغه، په ډېرو مواردو کې د خلکو د سواد د کچې د ټيټوالي، د ناوړه رواجونو او دودونو حاکميت هم د بشري حقونو د نقض د لاملونو په توګه ياد کړل.

 د بشر د حقونو د سيمه ييز دفتر مسوول د يادو شويو ستونزو د ليرې کولو لپاره يو شمېر وړانديزونه هم وکړل.

 هغه وويل: ((تر هر څه وړاندې بايد ناامنۍ او جګړې ته د پاى ټکى کېښودل شي، په دولتي ادارو کې دې فساد له منځه يوړل شي، دندې دې د وړتياوو له مخې ووېشل شي، زورواکي دې مهار او قانون دې حاکم شي، د بهرنيو ځواکونو د خپلسرو عملياتو او د خلکو د کورونو د تالاښۍ د مخنيوي په موخه دې مسوول ارګانونه بېړنۍ هڅې وکړي.))

 هغه دغه راز زياته کړه، چې د خلکو د سواد د زده کړې لپاره دې لازم تدبيرونه ونيول شي، د ناوړه دودونو د له منځه وړلو لپاره دې پراخ تبليغات وشي او په سوېل کې دې د ښوونې او روزنې بهير چټک شي.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement