د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست سږکال ٧٠ بېلا بېل کتابونه چاپ او خپاره کړي

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست سږکال ٧٠ بېلا بېل کتابونه چاپ او خپاره کړي

Feb 29, 2012 - 20:17

کندهار ښار (پژواک ١٠ کب ٩٠): د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست مسوولين وايي چې په روان لمريز کال کې يې د کلتور او فرهنګ د ودې په موخه ٧٠ سرليکه بېلابېل کتابونه چاپ او خپاره کړي دي.

 په دې اړه د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا او اطلاعاتو او کلتور رييس، چې د ولايت مقام مرستيال هم دى، له رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کې په يوه ګډه خبري غونډه کې خبريالانو ته معلومات ورکړل.

 د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا وويل، چې په دې ولايت کې يې د کلتور وده له مهمو کارونو څخه ده، چې مخکې ورته پاملرنه نه وه شوې او د کندهاري ليکوال او شاعران هېر شوي وو.

 هغه زياته کړه، کندهار ته له خپل راتګ سره سم يې د نورو کارونو تر څنګ کلتوري برخې ته ډېر پام اړولى او په دې ترڅ کې د روان ١٣٩٠ لمريز کال په اوږدو کې ٧٠ سرليکه بېلابېلو کتابونه چاپ او تر خلکو رسولي دي.

 د نوموړي په وينا، په چاپ شويو کتابونو کې اسلامي، تاريخي، فلسفي، ساينسي، ادبي او نور معلوماتي کتابونه شامل دي، چې د ملي سوداګرو په مالي لګښت د زرګونو ټوکو په تېراژ چاپ او تر مينه والو رسېدلي دي.

 دى وايي، په دې برخه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ورسره هېڅ راز مرسته نه ده کړې.

 ده وويل، په دغو کتابونو کې د کندهار د هغو ليکوالانو او شاعرانو ناچاپه اثار هم شامل دي، چې د ځينو اقتصادي ستونزو او نورو ستونزو له امله ناچاپه پاتې وو.

 د کندهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رييس او د دې ولايت مرستيال عبدالقديم پتيال وويل، چې په تېرو کلونو کې ادبي نوښتونه او فعاليتونه په ټپه درېدلي وو؛ خو له تېر يو نيم کال راهيسې يې دغې برخې ته پاملرنه زياته کړې، چې ښه بېلګه يې د ٧٠ سرليکه کتابونو چاپ دى.

 هغه زياته کړه: ((د چاپ شويو کتابونو له ډلې ډېر يې د لومړي ځل لپاره چاپ شوي او ځينې نور بيا د اړتيا له مخې دويم او درېيم ځل چاپ شوي، چې دغه کار موږ ته زېرى راکوي، چې د پښتنو د مطالعې فرهنګ غځېدلى او د يوه کتاب دويم او درېيم وار چاپ ته اړتيا پيدا کېږي.))

 پتيال په دې اړه چې په چاپ شويو کتابونو کې د کومو ليکوالو کتابونه شامل دي، وويل: ((په دغو کتابونو کې د تکړه ليکوال او مترجم ارواښاد نسيم سليمي، علامه رشاد بابا، د علامه سيد جمال الدين افغان، استاد محمد معصوم هوتک او ګڼو نورو ځوانو فرهنګيانو اثار شامل دي.))

 د کندهار ولايت ګڼ شمېر فرهنګيان او د ادب مينه وال د اطلاعاتو او کلتور رياست په داسې حال کې د قدر ور بولي، چې اړوند وزارت ورسره هېڅ راز مادي او معنوي مرستې نه دي کړي.

 په دې وروستيو کې په کندهار کې د کلتوري او ادبي ناستو لمن غوړېدلې او د اونيزو او مياشتنيو مشاعرو، فرهنګي ناستو او د کره کتنې د غونډو په ګډون د يوه پراخ او عصري کتابتون او نوې ودانۍ جوړېدل هغه څه دي، چې په تېر کې نه تر سترګو کېدل.

 

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement