د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کندهار کې د دوو پاکستانيو وګړو په ګډون ٤ تنه ونيول شول

په کندهار کې د دوو پاکستانيو وګړو په ګډون ٤ تنه ونيول شول

Feb 29, 2012 - 20:22

کندهار ښار (پژواک ١٠کب٩٠): د کندهار ولايت د ملي امنيت منسوبينو د دوو پاکستانيو وګړو په ګډون څلور تنه ونيول، چې په وسله والو بريدونو او د ماين په چاودنو کې لاس لري.

 دغه څلور تنه نن د کب په ١٠مه، د ملي امنيت رياست په ودانۍ کې په يوه خبري غونډه کې خبريالانو ته وښودل شول، چې په خپلو جرمونو او له مخالفينو سره يې پر خپلو اړيکو اعتراف کاوه.

 د نيولو شويو په ډله کې د محمد متقي او نورالله په نومونو دوه تنه شامل دي. محمدمتقي پژواک اژانس ته وويل، چې د پاکستان د بلوچستان ايالت د کوټې اوسېدونکى دي او هغلته د طالبانو له لوري د حکومت او بهرنيو ځواکونو پر ضد جګړې ته هڅول شوي دي.

 هغه وويل: ((زموږ کور په کوټه کې دى، زموږ کور ته نه نيژدې له افغانستان څخه راغلي طالبان په يوه کرايي کور کې اوسېدل، زه به هر ماښام بنډار ته ورتلم، هغوى را ته د جهاد کيسې کولې او زه يې هم تشويق کړم، چې افغانستان ته د جنګ لپاره راشم.))

 د نوموړي په وينا، دغو طالبانو شپږ ورځې د کلاشينکوف د کارولو ټرېننګ ورکړ او وروسته يې چمن ته ولېږه، په چمن کې يې د طالبانو له يوه ارتباطي کس سره شپه وکړه، دوه زره کلدارې يې ورکړې او تر ګډې پولې يې ورسول.

 دى وايي، کله چې له ګډې پولې را واوښتل، په سپين بولدک کې د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول.

 په نيول شويو کې د عبدالرازق او محمد حسن په نومونو دوه تنه هم شامل دي، چې يو يې د ډنډ او بل يې د ژېړۍ ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

 دغو دواړو هم په خپلو اعترافاتو کې وويل، چې د طالبانو د ارتباطي کسانو له خوا جګړې ته هڅول شوي او په ګڼو وسله والو بريدونو او د ماين په چاودنو کې يې برخه اخيستې ده.

 د يوه بل خبر له مخې، ملي پوليسو تېره ورځ په کندهار ښار او ژېړۍ ولسوالۍ کې عمليات کړي، چې پر مهال يې مخابرې، ريموټ کنټرول، ماينونه او نور اړوند توکي نيول شوي دي.

 د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول زلمي ايوبي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د تېرې ورځې د عملياتو پر مهال د کندهار  ښار د نهمې امنيتي حوزې اړوند د لويې ويالې په سيمه کې ٨ مخابرې، ٤٨ د ماين کانچې، ٩٠ برقي پټاکۍ، ١١ ريموټ کنټرول او يوه اندازه مرمۍ نيولې دي.

 هغه زياته کړه، په دغه ساحه کې د حيات الله په نوم د نشه يي توکو يو پلورونکى هم له ١١ پوړيو هيرويينو سره نيول شوى او دغه راز تېره شپه د پنځمې امنيتي حوزې اړوند د حضرت جي بابا په سيمه کې د چاودېدونکو توکو ډک موټرسايکل هم کشف او له منځه وړل شوى دى.

 دى وايي، په ژېړۍ ولسوالۍ کې هم د پوليسو له خوا په چاڼيزو عملياتو کې د چاودېدونکو توکو ١٧ ډبې او د کلاشينکوف مرمۍ تر لاسه شوې دي.

 

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement