د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ميانشين ولسوالۍ ته ودانۍ جوړېږي

ميانشين ولسوالۍ ته ودانۍ جوړېږي

Mar 01, 2012 - 18:01

کندهار ښار (پژواک ١١ کب ٩٠): د کندهار والي له ځينو نورو چارواکو سره ميانشين ولسوالۍ ته په سفر کې د دې ولسوالۍ لپاره په يوه وړ ځاى کې د ودانۍ جوړولو ژمنه وکړه

 ميانشين د کندهار شمال په نږدې سل کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده، چې په تېرو شپږو کلونو کې د وسله والو مخالفينو په ولکه کې وه؛ خو يوه مياشت وړاندې د افغان او بهرنيو ځواکونو د عملياتو په پايله کې د دولت لاس ته ولوېده.

 دغې ولسوالۍ ته په سفر کې له والي توريالي ويسا سره د کندهار امنيه قوماندان مل پاسول عبدالرازق اڅکزى، د ملي امنيت رييس ډګروال عيسى محمد، د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا او د يو شمېر نورو سکتوري ادارو استازي ملګري وو.

 د کندهار والي وويل چې د ولسوالۍ لپاره ولسوال او امنيه قوماندان مخکې ټاکل شوي او د ودانۍ تر جوړولو وروسته به په دې ولسوالۍ کې د پوهنې، روغتيا، کرنې او ګڼو نورو برخو کې عملي کارونه پيل شي.

 نوموړي د ميانشين ولسوالۍ له اوسېدونکو وغوښتل، چې د خپلو ستونزو د حل او له ولسوال سره د همکارۍ په خاطر دې سيمه ييزې شوراګانې جوړې کړي.

 ويسا دا هم وويل، چې په نورو سيمو کې سيمه ييزو پوليسو ډېره ښه پايله ورکړې، په کار ده، د دې ولسوالۍ اوسېدونکي هم خپل ځوانان امنيتي ارګانونو ته ورپېژني، ترڅو د سيمه ييزو پوليسو په توګه تر روزنې وروسته د خپلو سيمو امنيت خوندي کړي.

 د کندهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا هم د ولسوالۍ له خلکو د ځمکې غوښتنه وکړه، ترڅو د هغوى لپاره روغتيايي مرکز جوړ شي.

 خو هغه ټينګار وکړ، چې روغتيايي مرکز به په هغه صورت کې جوړوي، چې خلک د ودانۍ، وسايلو او ډاکټرانو د ساتنې تضمين وکړي.

 د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست استازي بيا له خلکو سره ژمنه وکړه، چې د ملي پيوستون د پروګرام له لارې به د خلکو اړتياوې په ګوته کېږي او د هغوى لپاره به استنادي دېوالونه، سړکونه، د پاکو اوبو څاګانې او نور جوړېږي.

 دغه استازي زياته کړه، چې د خوراک د نړيوال سازمان  (WFP) له خوا ٢٥٥ مټريک ټنه غنم ورکړل شوي، چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکو ته به د کار په بدل کې ورکول کېږي.

 د ميانشين ولسوالۍ اوسېدونکو له چارواکو سره د ليدنې پر مهال د امنيت، بيارغونې او د خپلو بنديانو د خوشې کېدو غوښتنه کوله.

 د شېخانو د کلي يوه اوسېدونکي حاجي لال خوښي وښودله، چې دې ولسوالۍ ته افغان او بهرنيو ځواکونو په خپل راتګ هېڅوک هم ازار کړي نه دي او له هغوى سره يې د ستونزو پر مهال مرسته کړې ده.

 د ميانه کلي يوه سپين ږيري حاجي نادر بيا وويل، چې د سيمې اوسېدونکي د طالبانو له وېرې د خپل حکومت ملاتړ نه شي کولى، ځکه د شپې له خوا مخالفين کورونو ته ورځي او له حکومت سره د تړاو په تور يې وژني.

 نوموړي له حکومت څخه د خلکو د ساتنې او له هغوى سره د زياتې مرستې غوښتنه وکړه او زياته يې کړه، چې د دې ولسوالۍ خلک زيات ځپل شوي او بې وزله دي.

 د دې ولسوالۍ ولسوال حاجي روزي خان هم وويل چې تر عملياتو وروسته، اوس په ولسوالۍ کې امنيت ښه شوى دى.

  هغه زياته کړه، د ولسوالۍ په مهمو ځايونو کې امنيتي ځواکونه ځاى پر ځاى شوي، له کندهار ښار څخه تر ولسوالۍ او د ولسوالۍ له مرکز څخه تر کليو پورې غځېدلې لارې له ماينونو پاکې شوې دي.

 د کندهار والي د ولسوالۍ له اوسېدونکو سره ژمنه وکړه، چې دې ولسوالۍ ته به بيا هم راځي او دغلته به حکومتداري، بيارغونه او امنيت پياوړي کوي.

 

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement