د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کندهار کې د وسله والو مخالفينو يو اکمالوونکى ونيول شو

په کندهار کې د وسله والو مخالفينو يو اکمالوونکى ونيول شو

Mar 02, 2012 - 15:11

کندهار ښار (پژواک ١٢ کب  ٩٠): په کندهار ښار کې د پوليسو يوې امنيتي پوستې د تالاشۍ پر مهال د وسله والو مخالفينو يو اکمالوونکى، چې وسلې او چاودېدونکي توکي يې لېږدول، ونيول شو.

 د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول زلمي ايوبي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د مخالفينو دغه اکمالوونکى نن سهار د لسو بجو په شاوخوا کې د کندهار ښار د شپږمې امنيتي حوزې اړوند په ډنډ څلور لارې کې نيول شوى دى.

 هغه زياته کړه، دغه تن په خپل زرنج موټر سايکل کې دوه کلاشينکوفونه، ١٢ لاسي بمونه، چاودېدونکي توکي او باروت کندهار ښار ته لېږدول.

 د نوموړي په وينا، نيول شوي کس په خپلو لومړنيو پلټنو کې ويلي، چې دغه توکي يې کندهار ښار ته راوړل، ترڅو د امنيتي ځواکونو پر ضد په وسله والو بريدونو کې ترې ګټه واخلي.

 ايوبي وايي، وسله وال مخالفين هڅه کوي د رخصتيو په ورځو کې له وخت څخه په ګټې اخيستنې د ګڼې ګوڼې په ځايونو کې وسله وال بريدونه او د ماين چاودنې وکړي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement