د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ځانمرګي بريد د ايساف د ٤ سرتېرو په ګډون اووه تنه ټپيان کړل

ځانمرګي بريد د ايساف د ٤ سرتېرو په ګډون اووه تنه ټپيان کړل

Mar 02, 2012 - 16:47

کندهار ښار (پژواک ١٢ کب ٩٠): په کندهار ولايت کې د يوه ځانمرګي بريد په ترڅ کې د ايساف د څلورو سرتېرو په ګډون اووه تنه ټپيان شول.

د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا په يوه خبري ناسته کې خبريالانو ته وويل، چې دغه ځانمرګى بريد نن (د کب ١٢مه) تر غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د کرز په سيمه کې د ايساف ځواکونو پر کاروان ترسره شو.

نوموړي زياته کړه، چې په دغه بريد کې يو پوليس او د دوو ملکي وګړو په ګډون د ايساف ٤ سرتېري ټپيان شوي دي.

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول پژواک ته وويل، چې بريد کوونکى پر يوه زرنج ډوله موټرسايکل سپور و او د بريد موخه يې په سيمه کې د نړيوالو ځواکونو کتار و.

د ياد بريد مسووليت تراوسه چا په غاړه نه دى اخيستى، خو زياتره وخت د دغسې بريدونو مسووليت وسله وال طالبان په غاړه اخلي.

د يادونې وړ ده، چې تېره اونۍ د کندهار ښار په څلورمه امنيتي حوزه کې هم ځانمرګى بريد شوى و، چې په کې يو پوليس وژل شوى او پنځه نور ټپيان شوي وو.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement