د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ميانشين اوسېدونکي اوس هم د مخالفينو له ګواښونو په وېره کې دي

د ميانشين اوسېدونکي اوس هم د مخالفينو له ګواښونو په وېره کې دي

Mar 03, 2012 - 18:25

کندهار ښار (پژواک  ١٣ کب ٩٠): د کندهار د ميانشين ولسوالۍ اوسېدونکي، که څه هم دغې ولسوالۍ ته د حکومتي ځواکونو په ورتګ خوښ دي؛ خو وايي، د طالبانو له وېرې په خلاص لاس له حکومت سره همکاري نه شي کولى.

 په غرونو او پراخو دښتو پوښلې دغه ولسوالۍ، چې د کندهار ښار شمال لوري ته شاوخوا سل کيلومتره لرې پرته ده، د زابل داى چوپان او د ترينکوټ له چنارتوو ولسوالۍ سره لرې په پوله پرته ده، شاوخوا پنځه کلونه د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې وه؛ خو يوه مياشت وړاندې د افغان او بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې بېرته ونيول شوه.

 د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي، چې د روان ساړه ژمي يخو څپو او واورينو بادونو يې د څېرو ګونې توربخونې کړې وې، ډېر بې وزلي او غربت ځپلي ښکارېدل.

 هغوى له لرې لرې کليو او سيمو څخه ساعتونه پلې لاره وهلې وه او د غرونو په منځ کې هغې درې ته يې ځانونه رسولي وو، چېرې چې د کندهار والي توريالى ويسا د ملکي او پوځي ادارو له استازو او يو شمېر خبريالانو سره يوځاى د ايساف له چورلکو را کوز شول.

 ياد شوي چارواکي د تېرې پنجشنبې په ورځ (د کب په ١١مه) دې ولسوالۍ ته تللي وو.

 د غرونو په منځ کې د ملي اردو قرارګاه جوړه شوې ده، دغه نظامي ځاى ته څېرمه له خټو د جوړې شوې ودانۍ مخې ته د سيمې يو شمېر سپين ږيري او مخور راغونډ شوي وو او له ورغلي حکومتي پلاوي سره يې د دې ولسوالۍ پر راتلونکې خبرې کولې.

 د همدې ولسوالۍ د شېخانو کلي يوه اوسېدونکي حاجي لال پژواک اژانس ته وويل، چې په لومړيو کې دغلته دولتي اداره په کمزوري حالت کې فعاله وه؛ خو وروسته طالبان زور شول، د ولسوالۍ ودانۍ يې ونړوله او پوره پنځه کلونه د هغوى تر واک لاندې وه.

 هغه ګيله وکړه، چې حکومت پنځه کلونه هغوى له ياده وېستلي وو، نه يې ورته سړکونه، روغتيايي مرکزونه او ښوونځي جوړ کړي او نه يې هم له هغوى سره بشري مرستې کړې دي.

 نوموړي خوښي څرګنده کړه، چې مخکې به د ولايت مرکز ته تلل او اړوند چارواکي يې نه شواى موندلى؛ خو نن چارواکي د هغوى ولسوالۍ ته راغلي دي.

 خو دغه سپين ږيري وېره څرګندوله، چې که اوس هم وسله وال مخالفين له بېلابېلو ځايونو پر حکومتي ځواکونو بريد کوي، نو د هغوى برخليک به څنګه کېږي.

 د ميانشين د سيد حُسان کلي اوسېدونکي حاجي نادر د همدې ولسوالۍ ولسوال او امنيه قوماندان ته اشاره وکړه او ويې ويل، چې تر طالبانو مخکې د سيمې ډېر خلک له حکومت سره ملګري وو؛ خو کله چې هغوى لاړل، ټول خلک يې د مخالفينو ظلمونو ته يواځې پرېښودل.

 هغه زياته کړه، په روانو شرايطو کې د سيمې اوسېدونکي د طالبانو له وېرې د خپل حکومت ملاتړ نه شي کولى؛ ځکه د شپې له پلوه مخالفين کورونو ته ورځي او له حکومت سره د تړاو په تور يې وژني.

 نوموړي غوښتنه وکړه، چې د سيمې ټول اوسېدونکي سره يو کړي، په هغه صورت کې خلک په خپل پوره توان له حکومت څخه ملاتړ کوي.

 يوه بل سپين ږيري حاجي نورګل هم ورته خبره کوله او ويل يې، چې دغلته لوى کلي نشته، يو يو کور خلک دي او هغوى په داسې حالت کې نه شي کولى، د طالبانو له خطر څخه ځانونه وساتي.

 هغه له امنيتي ارګانونو وغوښتل، چې دغې ولسوالۍ ته د نورو سيمو د طالبانو د راتلو مخه ونيسي؛ که داسې ونه شي، نو هغوى نه شي کولى، چې خپل ځوانان د طالبانو له ليکو رابېل کړي.

 ده پژواک ته وويل: ((په ميانشين ولسوالۍ کې شپاړلس بېلابېل قومونه اوسېږي، د دغو قومونو مشران به خپل ځوانان بېرته پر خپلو کورونو کښېنوي او له حکومت سره له مخالفته به يې وګرځوي.))

 د دې ولسوالۍ ګڼ شمېرو سپين ږيرو ويل، چې په دې ولسوالۍ کې يواځې د واکسين مرکز شته؛ خو کلينک، ښوونځي او پوخ سړک نه لري. هغوى غوښتنه کوله، چې حکومت دې په يادو شويو برخو کې له هغوى سره مرسته وکړي.

 د دې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو د خپلو بنديانو د راخوشې کولو غوښتنه هم لرله او دغه راز يې خوښي څرګندوله، چې دې ولسوالۍ ته افغان او بهرنيو ځواکونو په خپل راتګ څوک ازار کړي نه دي.

 په دې ولايت کې د ملي اردو د لومړۍ لوا قوماندان په دې ولسوالۍ کې د تر سره شويو عملياتو او اوسني امنيتي وضعيت په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، چې څو کلونه مخکې يې دې ولسوالۍ ته د راتګ فکر هم نه شو کولى؛ خو اوس ټولې سيمې د امنيتي ځواکونو تر واک لاندې دي.

 دى وايي، د امنيتي کړۍ د پراخېدو چارې يې له ارغنداب ولسوالۍ څخه پيل کړې، چې اوس يې لړۍ تر شاه وليکوټ او خاکرېز ولسواليو وروسته ميانشين ولسوالۍ ته وغځول شوه.

 هغه د سيمې خلکو ته ډاډ ورکړ، چې له هغوى سره په ګډه به د سيمې امنيت ساتي او بيا به دښمن ونه کړاى شي، دغې سيمې ته راشي.

 ډاکټر توريالي ويسا د دې ولسوالۍ له اوسېدونکو سره د ليدنې پر مهال وويل، چې په پيل کې به د دې ولسوالۍ لپاره په يوه وړ ځاى کې د ودانۍ جوړولو چارې پيلوي، ترڅو مامورين په کې په دندو وګومارل شي او خدماتي چارې تر سره کړي.

 هغه زياته کړه، د ولسوالۍ لپاره ولسوال او امنيه قومندان مخکې ټاکل شوي او د ودانۍ تر جوړولو وروسته به په دې ولسوالۍ کې د پوهنې، روغتيا، کرنې او ګڼو نورو برخو کې عملي کارونه پيل شي.

 د ده په وينا، په دې ولسوالۍ کې به د پرمختيايي کارونو د تر سره کولو په موخه له بهرنيانو هم مرسته وغواړي، ترڅو دغلته د خلکو د ژوند چارې ښې شي.

 ويسا دا هم وويل، چې په نورو سيمو کې سيمه ييزو پوليسو ډېره ښه پايله ورکړې، په کار ده، د دې ولسوالۍ اوسېدونکي هم خپل ځوانان امنيتي ارګانونو ته ورپېژني، ترڅو د سيمه ييزو پوليسو په توګه تر روزنې وروسته د خپلو سيمو امنيت خوندي کړي.

 د ميانشين ولسوال حاجي روزي خان هم وويل، چې تر عملياتو وروسته اوس په ولسوالۍ کې امنيت ښه شوى دى.

 هغه پژواک اژانس ته وويل چې د ولسوالۍ په مهمو ځايونو کې امنيتي ځواکونه ځاى پر ځاى شوي، له کندهار ښار څخه تر ولسوالۍ او د ولسوالۍ له مرکز څخه تر کليو پورې غځېدلې لارې له ماينونو پاکې شوې دي.

 دوه کاله مخکې د همکارۍ په نوم د امنيت، ښې حکومتوالۍ او پرمختيا يو ګډ پلان د کندهار ښار له نږدې سيمو محله جات څخه پيل او وروسته تر ډنډ، ارغنداب، ژېړۍ او پنجوايي پورې وغځېد.

 د هماغه پلان په دوام، امنيتي ارګانونو ميانشين ولسوالۍ تصفيه او رسماً پرانيستله او اوسمهال په غورک ولسوالۍ کې پر عملياتو بوخت دي، چې د چارواکو په وينا، ډېر ژر به تصفيه او د حکومت تر واک لاندې راشي.

  ميانشين ولسوالۍ د کندهار ښار شمال لوري ته تر سل کيلومتره پر زيات واټن پرته او د زابل او اروزګان ولايتونو سره ګډه پوله لري.

 

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement