د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

له پاکستان سره پر پوله ١٢زره کيلوګرامه چاودېدونکي توکي ونيول شول

له پاکستان سره پر پوله ١٢زره کيلوګرامه چاودېدونکي توکي ونيول شول

Mar 06, 2012 - 17:18

کندهار ښار ( پژواک  کب ١٦مه ٩٠): سرحدي پوليسو د کندهار ولايت په ښورابک ولسوالۍ کې له پاکستان سره پر پوله ١٢زره کيلوګرامه چاودېدونکي توکي افغانستان ته د راوړل کېدو پر مهال ونيول.

 د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول زلمي ايوبي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودېدونکي توکي په درېيو تراکتورونو کې بار شوي وو او هغه مهال ونيول شول، چې د پاکستان د بلوچستان ايالت له ګلستان ولسوالۍ څخه د افغانستان خاورې ته داخل شول.

 هغه زياته کړه، د تراکتورونو چلوونکي د تالاشۍ پر مهال بېرته د پاکستان خاورې ته تښتېدلي دي؛ خو له چاودېدونکو توکو ډک تراکتورونه د سرحدي پوليسو له خوا سپين بولدک ولسوالۍ ته لېږدول شوي دي.

 ايوبي وايي، د ښورابک د سرحدي پوليسو چارواکو ورته ويلي، چې د تراکتورونو چلوونکي په داسې حال کې بېرته د پاکستان خاورې ته تښتېدلي، چې د هغې غاړې سرحدي ځواکونو يې له خپلو امنيتي پوستو او برجونو ننداره کوله.

 ښورابک د کندهار ښار سوېل ختيځ لوري ته ١٨٠ کيلومتره په لرې واټن کې پرته ولسوالۍ ده، چې له پاکستان  سره ١٢٠ کيلومتره په ځينو برخو کې هواره او په ځينو برخو کې په غرونو پوښلې پوله لري.

 

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement