د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

دوه پاکستاني ځانمرګي بريد کوونکي ونيول شول

دوه پاکستاني ځانمرګي بريد کوونکي ونيول شول

Mar 06, 2012 - 16:56

کندهار ښار (پژواک ١٦ کب ٩٠): ملي پوليسو تېره شپه د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې دوه پاکستاني ځانمرګي بريد کوونکي نيولي دي.

د ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول زلمي ايوبي د کب په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه دوه تنه د پاکستان د وزيرستان اوسېدنکي دي، چې څو ورځې وړاندې د دوو افغانانو له خوا دلته راوستل شوي وو.

هغه زياته کړه، دې کسانو پلان درلود چې په کندهار او هلمند ولايتونو کې پر يو شمېر هدفونو ځانمرګي بريدونه ترسره کړي.

ايوبي وايي چې د ځانمرګو بريدګرو تر نيونې وروسته، د هغوى د اعترافاتو په پايله کې هغه دوه افغانان هم نيول شوي دي، چې دوى يې تر دې ځايه رسولي او رهبري کړي وو.

د هغه په وينا، له يادو دوو ځانمرګو او دوو نورو رهبري کوونکو سره د پاکستان او پاکستانيو طالبانو اړوند يو شمېر مهم او قوي اسناد موندل شوي دي.

د والي وياند وايي، چې نيول شوو کسانو د لومړنيو پلټنو پرمهال په خپلو خبرو کي ويلي، چې په پاکستان کې ورته د ځانمرګو بريدونو درسونه ورکول شوي دي.

د دې کسانو ترڅنګ تېره ورځ د کندهار د ملي امنيت رياست منسوبينو هم، يو داسې ماشوم ځانمرګى بريد کوونکى نيولى و چې د پاکستان په ديني مدرسه کي يې زده کړې کړې وې او له هغه ځايه افغانستان ته رالېږل شوى و.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement