د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د غورک ولسوالۍ د حکومت تر واک لاندې راغله

د غورک ولسوالۍ د حکومت تر واک لاندې راغله

Mar 10, 2012 - 19:59

کندهار ښار (پژواک٢٠ کب ٩٠):د کندهار ولايت د ميانشين ولسوالۍ تر نيول کېدو ووسته غورک ولسوالۍ هم د حکومت تر واک لاندې راغله او په دې توګه حکومتي حاکميت د دې ولايت تر ١٧ ټولو ولسواليو وغځول شو.

 د سرحدونو وزير او د سوېل د امنيتي چارو همغږى کوونکى اسد الله خالد، د کندهار امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرازق اڅکزى، د ملي امنيت رييس ډګروال عيسى محمد، د دولتي ادارو استازو، د ايساف ځواکونو مسوولينو او د خبريالانو په ګډون نن غورک ولسوالۍ ته سفر وکړ.

 چارواکو د دغه سفر په ترڅ کې په غورک کې ملي بيرغ ورپاوه او د سيمې له اوسېدونکو او قومي مشرانو سره په يوه غونډه کې د دې ولسوالۍ د بيرته فعاله کېدو لپاره د امنيت د تامين تر څنګ د حکومتدارۍ او پرمختيايي کارونو د پيلولو خبر ورکړ.

 د سرحدونو وزير او د سوېل د امنيتي چارو همغږي کوونکي اسدالله خالد، له پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال خوښي وښودله، چې دغه ولسوالۍ تر ٦ کلن سقوط وروسته بېرته ونيول شوه.

 هغه زياته کړه: ((غورک ولسوالۍ هغه مهال سقوط وکړ، چې زه په کندهار کې وم، ما داسې فکر کاوه، چې نيم کندهار نيول شوى وي، هغه مهال زموږ د امنيتي ځواکونو پوليسو او اردو شمېر ډېر کم او ستونزې زياتې وې.))

 نوموړي د خپلو خبرو په لړ کې د هېواد د هر ګوټ طالبان خپل، ولې د پردو له خوا تېر ايستل شوي وګڼل، خو ويې ويل: ((هغه مهال ما داسې فکر کاوه، چې غورک له ما څخه پاکستان نيولې وې او دغلته ISIinfo-icon حکومت کوي.))

 د ده په خبره، د غورک ولسوالۍ په نيول کېدو اوس په کندهار کې داسې ځاى نه دى پاتې، چې په بشپړه توګه دې د وسله والو طالبانو تر واک لاندې وي.

 خالد د غورک له اوسېدونکو سره په خبرو کې وويل، چې ډېر ژر به د دې ولسوالۍ لپاره ودانۍ جوړه او د دولتي مامورينو د ګومارل کېدو تر څنګ به د خلکو د هوساينې په موخه ښوونځي، روغتيايي مرکزونه، سړکونه او نور جوړېږي.

 ده وويل، د کارونو د همغږۍ او چټکتيا په موخه به په دې ولسوالۍ کې قومي شوراګانې هم جوړې شي.

 نوموړي د ولسوالۍ له خلکو او قومي مشرانو وغوښتل، چې د امنيت په تامين کې ورسره مرسته وکړي او د هغو کسانو ساتنه وکړي، چې دغې ولسوالۍ ته د پرمختيايي کارونو لپاره رالېږل کېږي.

 د کندهار ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرازق پژواک اژانس ته وويل، چې د غورک د امنيت لپاره يو شمېر پوليس تر روزل کېدو وروسته په دندو ګومارل شوي او يو شمېر نور تر روزنې لاندې دي.

 هغه زياته کړه: ((د ملي پوليسو تر څنګ به دې ولسوالۍ ته د ٢٠٠ تنو سيمه ييزو پوليسو تشکيل هم ورکړل شي، ترڅو د نورو امنيتي ځواکونو ترڅنګ د خپلو سيمو په ساتلو کې ونډه واخلي.))

 د غورک يوه قومي مشر حاجي جمعه خان وويل، چې که امنيتي ځواکونه دې ولسوالۍ ته د اوږدمهال لپاره راغلي وي، نو خلک چمتو دي، چې له هغوى سره د ولسوالۍ په فعاله ساتلو او امنيت کې مرسته وکړي.

 هغه زياته کړه: ((حکومت د غورک ولسوالۍ خلک د ډېرو کلونو لپاره يواځې پرې ايښي وو، په کار ده هغسې غلطۍ تکرار نه شي، چې خلک بيا د مخالفينو په لاسونو کې ښکېل شي.))

 نوموړي ټينګار وکړ، چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي ښوونځيو، روغتيايي مرکزونو، سړکونو او نورو مرستو ته اړتيا لري، په کار ده دلته بنسټيز کارونه وشي.

 دغه قومي مشر وويل: ((د غورک ولسوالۍ اوسېدونکي غربت سخت ځپلي دي، کارېزونه او ويالې وچې شوي، کښت او کرونده درېدلې او کومو خلکو، چې پر خپلو ځمکو يې ترياک کرلي وو؛ يخ وهلي دي.))

 هغه دغلته تر حکومتي واک مخکې د وسله والو طالبانو د فعاليتونو په اړه وويل، چې د ورځې له پلوه به په کليو کې پر خپلو موټر سايکلونو او موټرونو ګرځېدل او د اوسېدو ځاى يې معلوم نه و.

 د همدې ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي اخترمحمد بيا له حکومت څخه د چاپو د درولو غوښتتنه وکړه او ويې ويل، چې د شپې له لوري د بهرنيانو عملياتو او چاپو سخت تنګ کړي دي.

 هغه زياته کړه: ((د بهرنيانو له چاپو څخه تر پوزې راغلي يو، د هغوى طيارې سخت درانه ږغونه کوي، همدا تېره شپه يې زموږ په کلي کې چاپه اچولې وه، ماشومان مو تر سهاره بېرېدل.))

 د نوموړي په وينا، که بهرنيان د شپې له لوري خپلې چاپې ودروي او دغه کار د ورځې له خوا ملي اردو تر سره کړي، نو قومي مشران او د سيمې اوسېدونکي يې ملاتړ کوي، ځکه په دغو چاپو کې ډېر مهال بې ګناه خلکو ته زيان رسېږي.

 دغه تن ولسوالۍ ته د حکومتي ځواکونو په ورتګ خوښي وښودله او په دې ولسوالۍ کې له خلکو سره د زياتو مرستو غوښتنه کوله.

 غورک ولسوالۍ، چې د کندهار ښار شمال لوري ته تر سلو کيلومترو په ډېر واټن پرته او له هلمند او اروزګان ولايتونو سره ګډه پوله لري، د ميانشين ولسوالۍ تر نيول کېدو وروسته د هغو عملياتو په لړ کې نيول شوې، چې شاوخوا دوې مياشتې مخکې پيل شوي دي.

 

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement